په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۲۱۶ میلونه ډالر به د افغان ښځو ژوند څومره بدل کړي؟

د امریکا پرمختیايي ادارې افغان میرمنو ته د ۲۱۶ میلونو ډالرو منظوره شوې پروژه نن (شنبه د نوامبر اتمه) په رسمي بڼه پرانیسته.

امریکايي چارواکي وايي دا د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره پروژه ده چې د افغان میرمنو لپاره منظوره شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي دغه پروژه د کابل او واشنګټن ترمنځ د هغو همکاریو غوره بیلګه ده چې غواړي افغان میرمنې پر ځان بسیا کړي.

سعیدې محمود په کندهار کې د ښځو د چارو له مشرې مريم درانۍ سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې ٢١٦ ميلونه ډالره مرسته به افغانستان کې د ښځو له وضعې څومره مرسته وکړي؟