په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داعش مخنیوي ته ۱۵۰۰ اضافي پوځیان کافي دي؟

د امریکا ولسمشر باراک اوباما عراق ته د ۱۵۰۰ اضافي امریکايي پوځيانو د استولو امر کړی دی.

د دغو پوځيانو د استولو هدف د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې د عراقي ځواکونو ملاتړ دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي د دې پوځیانو دنده به جګړه ییزه نه وي او عراقي ځواکونو ته به د امریکایانو له خوا د سلا ورکولو او همکارۍ روان ماموریت پراخ کړي.

خو په واشنګټن کې د بي بي سي یو خبریال وايي، داسې اندېښنې شته، چې ښايي عراق کې ډېرېدونکي امریکايي پوځیان به ژر پر یوه جګړه ییز ځواک بدل شی، ځکه چې د عراقي ځواکونو وړتیا تر شک لاندې ده.

امریکايي ځواکونه به له هغو ۱۴۰۰ نورو امریکايي پوځیانو سره یو ځای شی، چې وار له مخه عراق کې دي او له ایربیل او بغداده بهر به دوه روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

سعیدې محمود په اسلام آباد کې د پوځي چارو له کارپوره سعد محمد سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې آیا له ۱۵۰۰ اضافي امريکايي پوځیانو سره به د اسلامي دولت ډلې مخه ونیول شي؟