په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل په امینې قوماندانۍ کې د برید علتونه څه کېدای شي؟

یوه ځانمرګي بریدګر نن سهار د افغانستان پلازمېنې کابل د امنیتې قومندانۍ پر یوه دفتر برید وکړ، چې یو لوړ پوړی افسر یې وژلی دی.

د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته ویلي، یو سړی امنیې قومندانۍ ته ننوت او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول، چې د نوموړي د دفتر مشر یې وواژه او شپږ نور کسان ټپیان شول.

سعیدې محمود په کابل کې د پوځي چارو له کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتنه کړې چې د کابل د امينې قومندانۍ دننه د دې ډول برید علتونه څه کېداى شي؟