په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روزیټا فضايي ماموریت څومره مهم دی؟

د اروپا د فضايي ادارې ساینسپوهان د دې خبرې د څرګندیدو په تمه دي، چې د دوی هغه سپوږمکۍ پر ځای ولاړه پاتې شوې که نه، چې پر یوه لکۍ داره ستوري یې ناسته کړې ده.

دغه سپوږمکۍ له ۱۰ کلنو هڅو وروسته په یاد شوي ستوري کېناسته.

دغې سپوږمکۍ ځمکې ته یو شمېر انځورونه هم استولي، چې خړ بښنه ډبرینه سطح پکې ښوول کېږي.

پر دغه ستوري د جاذبې قوه ډېره کمزورې ده، چې له همدې امله یې ساینسپوهان د یادې شوې سپوږمکۍ د وضعیت په اړه اندېښمن کړي دي.

ګلستان شینواري په امریکا کې مېشت د فضايي چارو له افغان کارپوه اجمل ستانکزي سره د روزیټا په نامه د دغه فضايي ماموریت د اهمیت په اړه مرکه کړې ده.