په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکرایین ختیځ کې د ځواکمنۍ هڅې

د اوکرایین په اړه په اروپا کې د ناټو مشر قوماندان ویلي په تېرو څو ورځو کې نړیوالو څارونکو د روسیې زغروال ګاډي، توپچي او ځواکونه لیدلي چې د اوکرایین ختیځ ته ورننوتي دي.

تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډه لرله چې امریکا په کې پر روسیې تور ولګاوه چ ې اوربند ته زیان رسوي، یو داسې تور چې روسیې په غوسې رد کړ.

په دې هکله نور په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.