په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان ته د ولسمشر غني لومړی سفر

افغان ولسمشر اشرف غني د واک له ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل نن پاکستان ته لاړ.

هيله دا ده چې په دې دوه ورځني سفر کې به کابل او اسلام اباد پر خپلو ترينگلو اړيکو خبرې کوي.

ولسمشر غني به په افغانستان کې د سولې پر موضوع هم له پاکستاني مشرتابه سره خبرې کوي.

له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې زموږ همکار محمود کوچى هم مل دى.

له اسلام اباده نور جزييات راکوي.