په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نظرپوښتنه: افغان اقتصاد ښه خو ناهيلۍ ډیرې شوي

د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو اوونيو کې ترسره شوې سروې ښوولې چې د راتلونکي په باب د خلکو هيله تر پخوا کمه شوې وه.

خو ډېرو افغانانو منله چې اقتصادي وضعيت يې تر پخوا ښه شوى دى.

د دې سروې پايلې نن سې شنبه، کابل کې خپرې شوې.

خوشال تايب دا سروې کتلې او جزييات يې راکوي.