په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل امنیې قومندان ظاهر ظاهر سره مرکه

د افغانستان پلازمېنې کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر له بي بي سي سره یوې مرکې ویلي:

"کله چې مهاهده لاسلیک شوه، دښمن ناهیلی شو، مخکې یې یو څه هیله درلوده، خو اوس چې مهاهده لاسلیک شوه، ډېر ناهیلي شوي دي، یوه خو دا خبره ده، بله خبر داده، چې په داخل کې هم د خاینانو، جاسوسانو او ورانکارو کړۍ شته، چې طبیعتاً دوی هم خپل فعالیتونه زیات کړي دي، پښې یې لوڅې کړې دي او دریم دا چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره امنیتي ځواکونو هم خپل فعالیتونه زیات کړي دي، د دې لپاره چې په هېواد کې امنیت تامین شي او دوست او دښمن وپېژندل شي، پر دښمن یې بریدونه ډېر کړي دي."