په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیسې ورکړئ او نښه مو سپوږمۍ ته ولېږئ

چا به د دې نظريې خيال کړی وي، چې خپل شخصي ډيجيټلي پيغام سپوږمۍ ته واستوي؟

يوه بريتانوۍ ټولنه پلان لري له همدې اوسه د يوې لسيزې موده کې پر سپوږمۍ يوه ربوټيکه اله ښکته کړي.

د دغې پروژې لپاره د پيسو راغونډولو کې دوی بسپنه ورکوونکو سره د دې فرصت ژمنه کوي، چې کولی شي د وخت يوه ځانګړي کپسول کې د خپلې خوښې انځورونه، موسيقي او ان د خپلو وېښتو تارونه هم واستوي.