په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سختې واورې امریکا سخته ځپلې

د واورې کچه، د واورې اورښت انډول د واورې وزن. دې ټولو د امريکا لروبر زيان اړولی، خو نيويارک د هر بل ځای پرتله ډېر ځپل شوی دی.

والي يې انډرو کومو، دا يوه دومره بې سارې پېښه بللې، چې له الاسکا نيولې تر هاوای پورې ټول ۵۰ ایالتونه يې اغېزمن کړي دي.

لږترلږه ۸ کسان په کې وژل شوي او د امريکا شمال ختيځ په ځانګړي ډول په کې بد ګوزار خوړلی دی.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې شازیه سنګروال یې وړاندې کوي.