په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خوست کړېدلی شاعر

مبارز شاعر او هنرمند صالح ګل د ۶۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو دا نيمګړې دنیا يې په مرورتوب پريښې ده!

صالح ګل د خوست اوسېدونکی و، درې نیمې لسیزې پخوا، په داسې حال کې چې د بیان ازادي او ازادې رسنۍ نه وې، د وخت واکمنو نیمګړتیاوې د هغوی د بریا په جشن کې د دريځ له لارې د خلکو تر غوږنو رسولې.

په همدې ګناه زنداني شو، وهل ټکول یې وخوړل.

ده چې د حق وینا نه شوه پرېښودی، وطن پرېښودو ته اړ شو.

په پای کې صالح خپل د کار ذهن او ماغزه له لاسه ورکړل او د لیونتوب تر حده ورسېد.

د صالح ګل د شاعرۍ په اړه زموږ همکار سپین تڼي خوست مېشتی شاعر نواب امیرزی غږولی چې پيل کې د صالح ګل د کړاو ډک ژوند يادونه کوي.