په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د سوړبازارۍ اغیزې

افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي د هېواد اقتصاد به بدلوي. ده د فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې ژمنه کړې، او راتلونکی ډسمبر به لندن ته راځي چې د خپل هېواد ښېرازۍ لپاره له نړيوالو بسپنه ورکوونکو پيسې راغونډې کړي.

خو دا يوه لويه ننګونه ځکه ښکاري، چې افغانستان اوسمهال د ولسمشرۍ پر سر د مياشتنيو سياسي لانجو له امله اوښتي اقتصادي تاوان له اغېز سره مخامخ دی.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې ګلستان شینواری یې وړاندې کوي.