په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جاپان له سوړبازارۍ سره مخامخ دی

د جاپان لومړي وزير شينزو ابې دا تېره اوونۍ خپل پارلمان منحل کړ چې په دسمبر کې نوو چټکو ټاکنو ته لار هواره کړي. ښاغلی ابې وايي راتلونکی کال به د ماليې زياتولو په اړه خپل هغه پلانونه هم ځنډوي چې خلکو یې مخالفت کړی دی. دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې د جاپان اقتصاد د اټکل پر خلاف سوړبازارۍ ته ورولوېد.

په دې هکله نور تفصیل په دې رپوټ کې چې سپین تڼی یې وړاندې کوي.