په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایران اتومي پروګرام پر سر خبرې وځنډېدې

د ایران اتومي پروګرام پر سر يوه تړون ته د رسېدو لپاره د نړۍ شپږو لويو ځواکونو او ايران ترمنځ خبرې اترې تر راتلونکي کاله وځنډېدې.

د ملګريو ملتونو امنيت شورا پنځه دايمي غړي او جرمني غواړي د ايران اتومي پروګرام کابو کړي، چې په بدل کې به یې د تهران پر وړاندې د ملګريو ملتونو لګېدلي بنديزونه لرې کېږي.