په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سارک سرمشریزه او ورسره تړلې هیلې

د سويلي اسيا سيمه ييزې همکارۍ ټولنې نن د نيپال پلازمېنه کټمنډو کې خپله اتلسمه سرمشريزه پيل کړه.

په نننۍ غونډه کې د سيمې د سيالو هېوادونو مشرانو ويناوې وکړې. پاکستان په کې وويل تاوتريخوالى نه غواړي او هند بيا له نورو سره مرستې ته ټټر وواهه.

افغان ولسمشر گاونډيو ته ډاډ ورکړ چې خاوره به يې د بل چا پر ضد ونه کارول شي. له کټمنډو سيد انور نور جزييات لري.