په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دسمبر لومړۍ د اېډز نړیواله ورځ

نن د دسمبر، اوله د اېډز نړیواله ورځ ده.

ځینو هېوادونو کې اېچ ای وي او اېډز ناروغیو ته په دومره بده سترګه کتل کېږي چې د ناروغانو په اړه یې د کره شمېر معلومول بیخي ګران کړې دي.

پاکستان کې همدا کیسه ده.

رسمي شمېرې وايي له ۸۰ تر سلو زرو خلک دا ناروغي لري خو چارواکي وايي وېره لري چې دا شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.