په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''لومړنۍ برېښنايي تذکره ولسمشر ته ورکوو''

د افغانستان د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اداره وايي د ولسمشر له لوري د نفوسو د احوال د ثبت قانون په توشيح کېدو ټول هغه خنډونه لرې شوي، چې دغه اداره ورسره مخامخ وه. د دغې ادارې عملياتي مشر نصير احمد امين وويل په کابل کې به د پېژندپاڼو د وېش چارې په دوو او په ټول افغانستان کې په اوو کلونو کې بشپړې کړي.