په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ژمی او خوست کې د وزيرستانيانو کړاو

له ډېورېنډ سره څېرمه شمالي وزيرستان کې شاوخوا، شپږ مېاشې وړاندې د پاکستان له لوري پوځي عملياتو پیل شول.

له هماغه راهیسې په سلگونو زره ملکي خلک له مېنو او کورونو وتلو او کډې ته اړ شوي دي.

رپوټونه وايي نژدې ۲۰۰ زره ګاونډي افغانستان ته وراوښتي دي.

ځايي خلک، مرستندویه ټولنې، او افغان حکومت دغو کډوالو سره مرستې کوي خو چې ژمی پر درشل دی، نو ډېری کډوال له سختو کړاونو سره مخامخ دي.

په خوست کې الياس وحدت پرې يو راډيويي بحث چمتو کړی دی.