په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له طالبانو سره دې سیاسي خبرې وشي"

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخوانی قوماندان لورډ ډیویډ ریچریډز وايي که چین وغواړي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره ډېره مرسته کولای شي.

نوموړي وايي امریکا باید د افغانستان د سولې په بهیر کې نیغ په نیغه لاسوهنه ونکړي او د افغانستان حکومت او چارواکو ته دا زمینه برابره کړي چې د سولې بهیر پرمخ بوځي. ښاغلی ریچریډز د ولسمشر اوباما هغه پریکړه هم ستايي چې له مخې به یې افغانستان کې پاتې امریکايي ځواکونه د اړتیا په صورت کې په جګړه ییزو ماموریتونو کې ونډه اخلي. له نوموړي سره زموږ همکارې مینې بکتاش مرکه کړې چې پښتو شوې بڼه یې بسم الله مومند او ابراهیم امیري وړاندې کوي.

یادونه کوو چې دغه مرکه د افغانستان په اړه د لندن له کنفرانس نه مخکې شوې وه.