په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کونړ دانګام کې جګړه لا روانه ده

د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير د کونړ لرې پرتې دانگام سيمې ته رسېدلى دى.

افغان ځواکونه دغلته اوس د ځايي پاڅون کوونکو ننگه کوي چې د وسله والو طالبانو پر ضد پورته شوي. دوی وايي له طالبانو سره بهرني اورپکې هم مله دي.

زموږ همکار نعمت الله کرياب دانگام ته تللى او د جگړې له سیمې يې د بي بي سي پښتو تلويزيون لپاره ځانګړی رپوټ چمتو کړی دی.