په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

صالح: د ځانمرګو بریدونو زیاتېدل څلور دلایله لري

د کونړ د دانگام روانه جگړه او د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د طالبانو له لورې د ځانمرگو او نورو بريدونو ډېرېدا پوښتنه پيدا کړې چې اوس ولې تاوتريخوالى ډېر شوى دى.

په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعيد، د افغانستان د ملي امنيت له مخکيني مشر، امر الله صالح پوښتلي او هغه څلور دليله وړاندې کوي.