په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر روسیې د تېلو ټيټېدونکو بيو او اقتصادي بنديزونو اغېزې

د روسيې ولسمشر تېره اوونۍ په خپله کلنۍ وینا کې د خپل هېواد د اقتصاد په اړه د وېرو کابو کولو هڅه کوله، او پر دې يې ټينګار کاوه چې د پيسو واحد، روبل به یې په ارزښت کې له ډراماټيکه لوېدا وروسته بېرته ثبات مومي.

نړیوالو بازارونو کې د روبل بيه تېره اوونۍ په ريکارډ کچه ولوېده.

نړيوال بانک هم خبرداری ورکړی و، چې که د تېلو بيې بېرته پر ځای نه شي، د روسیې اقتصاد به په ۲۰۱۵ کال ۰،۷ سلنه کمزوری شي.