په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکمنستان په غازو کې د اروپا لېوالتیا

ویل کېږي ترکمنستان په نړۍ کې یو تر ټولو یوازې او مخفي هېواد دی.

باور دی چې دغه هېواد کې مخالفت نه زغمل کېږي او شک پر هر څه سیوری غوړولی دی.

د بشري حقونو ټولنې هم دا هېواد ډېر بد ګڼلی دی.

خو ترکمنستان پریمانه طبعي زېرمې لري نو لوېدیځ هېوادونه او کمپنۍ هڅه کوي د ترکمن چارواکو زړونو ته لار پیدا کړي چې هېواد ته یې ور پرېږدي.