په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څونامي: د ویجاړو شویو او بیا رغېدلو ځایونو انځورونه

د راتلونکې جمعې په ورځ په هندي سمندر کې د ۲۰۰۴ کال د څونامي توپان لسمه کالیزه ده. په دغه توپان کې د هند سمندر څپې د ټولو هغو هېوادونو ساحلي سیمې ویجاړې کړې چې د دغه سمندر پر غاړه پراته دي.

ویل کیږي په دغه توپان کې ۲۲۰،۰۰۰ تنه مړه شول او ګڼ شمېر ساحلي ښارونه له خاورو سره خاورې شول. خو دغه هیوادونو خپل ساحلي ښارونه بیرته ورغول. که زموږ پاڼې بي بي سي پښتو ټکی کام ته ورشې نو هغه انځورونه به وګورئ چې لومړی د دغو ساحلي ښارونو ویجاړۍ او بیا بیرته رغول شوی حالت ښيي.