په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داعش اورپکو منګلو کې د مېرمنو کړاو

عراق او سوریه کې د اسلامي دولت اورپکو تر ۱۱ کلنو ځوانې ایزیدي نجونې د وینځو په توګه له ځانه سره ساتلې دي.

بي بي سي له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې د دې اورپکو له منګلو تښتېدلي دي. ژوندي پاتې شویو د اسلامي دولت توندلارو په لاس، د جنسي ځورونو، جبري کارونو او د وینځو په توګه د هغوی پلورل یاد کړل.

دا رپوټ د بي بي سي د خبریال پاول ووډ دی چې ځینې برخې به یې درته خوابدونکي وي.