په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کرېکټ لوبغاړو ته د ځان خوندیتوب سپارښتنه شوې

د استرلیايي کرېکټ لوبغاړي، فېلېپ هیوز، له مړینې وروسته چې په توپ په سر ولګېد اوس افغان کرېکټ لوبغاړي دغه هېواد کې کرېکټ کوونکو ته سپارښتنه کوي چې د ځان د خوندیتوب لپاره د کرېکټ وسایلو ته پام وکړي خو کرېکټران د دغو سپارښتنو د ملاتړ لپاره د کرېکټ بورډ مرسته غواړي.

سید عبدالله نظامي چې د کرېکټ په جامو کې څو شېبې له افغان لوبغاړو سره پاتې شوی وايي د کالو کیفیت د ډاډ وړ نه دی.