په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوېلي کوریا کې د نړۍ تر ټولو لويه بېړۍ

په جنوبي کوريا کې د کښتيو جوړولو يو کارځای د نړۍ تر ټولو لويې بېړۍ په جوړولو بوخت دی.

دا د انرژۍ لوی شرکت شېل لپاره د غازو پروسېسولو د صنعتکارۍ يو دريځ دی، او داسې ډیزاين شوی چې نړيوالو بازارونو ته د غازو رسولو يوه نوې لار برابره کړي.

اوږدوالی يې نيم کيلومتر دی، او که د فوټبال پنځه لوبغالی هم سره يو ځای شي د سمندر پر مخ دغه لوی غولي پراخوالي ته به ونه رسېږي.

بي بي سي له دې بېړۍ ځانګړې ليدنه کړې ده.