په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بشر تاريخ کې تر ټولو مرګونې څونامۍ لسمه کليزه

پوره لس کاله مخکې همدا اوونۍ په هندي سمندر کې يوې زلزلې ځواکمنه څونامي يا سمندري څپې وزېږولې، چې د بشري تاریخ يو بېساری او تر ټولو لوی طبیعي ناورين يې پېښ کړ.

دې هسکو سمندري څپو لومړی د اندونیزیا د اچې ولایت سمندرغاړی وځاپه او ورپسې يې د جنوب ختيځې آسیا يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ویجاړۍ پېښې کړې.

له څونامي څو ورځې وروسته د بي بي سي خبريال، اندرو هارډینګ، له یوې کمکۍ نجلۍ سره وکتل چې په یو بیړني پناه ځای کې يې د یتیمې په توګه نوم ليکل کېده.

په ورپسې کال کې يې د پرمختګ په اړه رپوټ ورکړی و، او لس کاله وروسته يې بيا د موندلو لپاره ورغلی دی.