په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيچکارۍ او درد یې د تېر کيسه شوه؟

هېڅوک له ستنو لګولو خوند نه اخلي، او له ستنو سره تړلي ټپونه او ميکروبي کېدا يې لا ډېر خطرناکوي.

نو د بريتانيا په بلفاسټ کې د کوينز پوهنتون ساينسپوهانو يې پر يوې بديلې لارې کار کړی دی.

يوه بې درده ټوټه چې د وينې بېلګې اخيستی او بدن ته درمل ننه ايستلی شي.

سره له دې چې د ستنې وهلو له نېشه سړی خلاصوي، دا طبي وسيله تر پوټکي لاندې دوديزو سره پرتله لا نورې ګټې هم لري.

دا وړه ټوټه به روغتون ته په ورتګ د درملنې درد لرې کوي.