په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان کلک دریځ

د پېښور پر يوه ښوونځي د تېرې اوونۍ له برید وروسته د پاکستان لومړي وزير نواز شریف په ډاګه کړې چې د ترهګرۍ شکمنو محاکمې لپاره به پوځي محکمې جوړېږي.

ښاغلي شریف شريف خپل ولس ته په پرونۍ ټلويزيوني وينا کې پر مرګ سزا د بنديز لرې کولو اعلان هم وکړ.

اوس به د پلان له مخې ۵۰۰ کسان په راتلونکو څو اونيو کې اعدامېږي.

په دوی کې يو داسې کس هم دی، چې په ۲۰۰۴ کال د کم عمره کس په توګه په بې اختياره انسان وژنې تورن دی.