په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وژونکې څونامۍ د خلکو ژوند د تل لپاره بدل کړ

لس کاله وړاندې، د هند سمندر پر غاړو پرتو هېوادونو کې د خلکو ژوند د تل لپاره بدل شو.

یوې وژونکې څونامۍ، په څو هېوادونو کې هر څه تبا کړل. څه باندې ۲۲۰ زره کسان ووژل شول.

تر ټولو ډېر، د تایلند، انډونیزیا او سریلنکا هېوادونه وځپل شول.

اوس دا دی لس کاله وروسته همدغو هېوادونو کې د قربانیانو د یاد مراسم تر سره کېږي.