په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ستونزې شته خو افغان ځواکونو خپله وړتیا ښوولې"

په داسې حال کې چې په همدې ورځو کې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړيوال ایتلاف د جګړه ييزو ځواکونو د وتلو بهير بشپړېږي، افغان امنيتي ځواکونه اوس د خپل هېواد خونديتابه مسئوليت سمبالولو له ازمويښت سره مخامخ دي.

که څه هم اندېښنې شته، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر بارک اوباما ځانگړى استازى بيا وايي افغان امنيتي ځواکونو خپله وړتيا ښوولې ده.

ډانيل فېلډمن له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په يوه ځانگړې مرکه کې ومنله چې ستونزې شته خو افغان ځواکونه خپل کار په ښه ډول پر مخ بيايي.

د بي بي سي ثنا ساپۍ، له ښاغلي فېلډمن سره مرکه کړې ده.