په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مرکه: د افغانستان د اقتصاد لرلید

له افغانستان نه د ناټو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف جګړه ييزو ځواکونو د وتلو له بشپړتيا سره اوس د نړيوالو او هم د نوي افغان دولت پام د دغه هېواد اقتصادي وضعيت او پر خپلو پښو درېدو ته وراوښتی دی.

د لندن کنفرانس کې نوې افغان مشرتابه پر ځان بسياينې پروګرام سره د دې ټټر وواهه چې د راتلونکې يوې لسيزې اوږدو کې به افغانستان کې پر نړيوالو مرستو له تکيې خلاصوي.

جان داودي د مکېنزي شرکت د لندن دفتر مشر دی، چې اصلي دنده يې هېوادونو ته په اقتصادي چارو کې مشوره ورکول دي.

ده څو کاله په دې اړه په افغانستان هم کار کړی دی.

ضيا شهريار ورسره د افغانستان د اقتصاد پر لرليد خبرې کړې دي.