په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ورکې شوې ایر اېژیا الوتکې پاتې شونې موندل شوي

ايرااېژیا هوايي شرکت د دې پخلی کړی چې د اندونيزيا له سمندرغاړي سره نژدې موندل شوې ټوټې د دوی د الوتکې دي، چې د يکشنبې پر ورځ ورکه شوې وه.

په دې ځای کې لسګونه مړي هم موندل شوي دي.

دغه الوتکه د اندونيزيا له سورابايا نه سينګاپور ته د الوتنې پر مهال د هوا ناوړه حالاتو کې ورکه شوې وه.