په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند کې له ډبرو د ارزښتناکو توکو جوړولو فابریکه

د افغانستان اقتصادي ځان بسيايينې لپاره د نورو اړخونو ترڅنګ پام کورني توليد ته هم وراوښتی دی.

په هلمند کې له ډبرو د ارزښتناکو توکو جوړولو فابريکه کې کاروبار په غوړېدو دی، او د ځايي چارواکو په وينا يې اوس ځکه گټه زیاته شوې چې فابريکه خصوصي شرکت ته سپارل شوې ده.

خو کارگر یې بيا وايي ډېرې ډبرې پاکستان ته په ناقانون ډول قاچاقېږي.

دوى وايي د دې قاچاق مخنيوى بايد وشي، او په نړيوال بازار کې ورته ځاى وموندل شي، چې د سيمه ييزو کاروباریانو عايدات يې ډېر شي.

مامون درانی يې جزيات لري.