په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند کې توغندي د واده کور خوښۍ په ویر اړولې

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې پر يو کور چې د واده لپاره په کې خلک راغونډ شوي وو، د توغوندي لګېدو له امله د چارواکو په وينا ۲۰ کسان وژل شوي دي.

په پېښه کې لسګونه نور ټپيان شوي هم دي، چې د قربانيانو ډېر يې ښځې او ماشومان ښوول شوي دي.

په همدې وخت کې په کابل کې ولسمشر اشرف غني احمدزي ويلي چې اوس یې خپل ځواکونه د هېواد له مځکنۍ بشپړتيا او ناموسه په خپلواک ډول دفاع کوي.

ده دا خبرې د امنيتي چارو د لېږد بهير برياليتوب او د نړيوالو ځواکونو ماموريت پای مراسمو ته په وينا کې کولې.

عبد الله نظامي پرې له کابله نور حال راکوي.