په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلام اباد کې د افغان سفیر جانان موسی زي مرکه

په تېرو ۱۳ کلونو کې له هغه راهيسې چې په افغانستان نوی نظام واکمن شوی، د ډېورېنډ کرښې دواړه غاړې د تاوتريخوالي او اورپکۍ له امله، د کابل اسلام اباد اړيکي تل ترينګلي او کړکېچن وو.

خو دا تېر ۲۰۱۴ ته د دواړو خواوو ترمنځ د کنګل ويلي کېدو پړاو په توګه کتل کېږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسی زي د بي بي سي پښتو ټلويزيون له طاهر خان سره خبرو کې ويلي يو بل ته د درناوي پر بنسټ نوي پړاو ته د دوه اړخيزو اړيکو بولو پيل شوی، او دوی د لا نور پرمختګ هيلمن دي.