په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ننګرهار پوهنتون کې د هندۍ او اردو ژبو مینه وال

انګریزي یوه نړیواله ژبه ده او د نړۍ په لروبر کې خلک تر بل هر څه وړاندې هڅه کوي زده یې کړي.

خو په یو شمېر افغانو سیمو کې بیا له هندۍ او اردو سره د خلکو ډېره جوړه ده.

یو دلیل یې وايي دا دی چې پاکستان او افغانستان کې ډېر افغانان دېره دي او بل دا چې کولتورونه یو څه سره ورته دي.

خو اوس حتی پوهنتونو کې هم دې ژبو سره د ځوانانو مینه ډېره شوې.

سید عبدالله نظامي یې په اړه رپوټ لري.