د افغانستان لوی درستيز شېر محمد کريمي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کریمي له امنیتي اړخه د ۲۰۱‍۴ په پرتله ۲۰۱۵ کال 'بدتر' بولي

د افغانستان لوی درستيز شېر محمد کريمي وايي ۲۰۱۵ کال به له امنيتي اړخه آن تر ۲۰۱۴ کال هم بدتر وي. لوی درستيز دغه څرګندونې پر داسې ورځ کوي، چې امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شو. خو ښاغلی کريمي وايي له دغه حالت سره د مبارزې لپاره پر چمتووالي بوخت دي او په ۲۰۱۵ کال کې وضعيت کابو کولو ته چمتو دي.