په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکر لارې: د ځوانانو د بې کارۍ لاملونه څه دي؟

په افغانستان کې په تېرو ۱۳ کلونو کې زرګونه ځوانان په کار وګومارل شول. خو دلته بې روزگاري لا تر اوسه يوه لويه ستونزه ده.

که د یوې خوا په تېرو ۱۳ کلونو کې د لوستو ځوانانو شمېر ډېر شوی خو له بله پلوه ټولنه دې ته نه ده چمتو چې هر کال په زرگونو فاريغانو ته کار برابر کړي.

د بي بي سي فکر لارې پروگرام کې پر دې موضوع خبرې شوي چې د موجوده ستونزو سره سره، لکه بې امني، فساد او کمزورې اداره، يو ځوان بيا هم د خپلو هلو ځلو په نتېجه کې څه ډول ځان ته کار موندلاى شي؟

د فکر لارې دا خپرونه اسماعيل میاخیل جوړه کړې او نجیبه لېمه یې وړاندې کوي.