په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تاوتريخوالی او دسولې تازه هڅې

د افغان پلازمېنې کابل پولیس وايي د چاوېدونکو توکو یو ډک موټر د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ پينځمه) د بهرنیانو له یوه موټرسره جنګول شوی، چې یو ولسي وګړی یې وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې ډېری بهرنیان یې وژلي دي.

له روانو بریدونو سره هم مهاله د سولې د خبرو اترو بحثونه هم تاوده دي دا وار چین رامخې ته شوی دی.

د سولي دعالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي بي بي سي پښتو تلویزون ته ویلي د چین رول اغیزمن دی.

کابل کې سید عبدالله نظامي د سولې په تړاو د وروستیو هڅو حال راکوي.