په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تېلو لوی شرکت شېل ۸۰ میلیون ډالره تاوان ورکوي

د تېلو لوی شرکت شېل پر دې سلا شوی چې د نيجېريا د کبانو ښکاريانو ټولنې ته د تېلو تر ټولو ناوړه بهېدا له امله څه د پاسه ۸۰ ميليون ډالره تاوان ورکړي.

د ۲۰۰۸ کال د تېلو دغو لويو بهېدنو د منګروف ونو او کبانو زرګونه هکتاره مځکه ويجاړه کړې، چې د نيجر دلتا جنوب کې د بوډو وګړو لپاره د ژوند مهمه سرچينه ګڼل کېږي.

دغه موافقه په بريتانيا کې درې کلنه قانوني مبارزه پای ته رسوي.