په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تاوتریخوالي پېښې یمن پر کوم لور بیايي؟

یمن کې امنيتي چارواکي وايي ۳۰ کسان وروسته له هغه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول، چې يو موټر بم په پلازمېنه صنعا کې د پوليسو له اکاډمۍ بهر وچاودېد.

چاودنه په داسې وخت کې شوې، چې خلک له ودانۍ بهر د پوليسو ګومارنې فعاليت لپاره راغونډ شوي وو.

دا په تېرو څو اوونيو کې په يمن کې د يو لړ بريدونو تازه پېښه ده.