په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ د ټکنالوژۍ مخکښ نوښتګر د ژور بدلون خبر ورکوي

په نړۍ کې د ټکنولوژۍ مخکښ نوښتګر دا اوونۍ د امريکا په لاس وېګس کې راغونډ شوي چې له خپلو نویو تخنيکي پنځونو پرده پورته کړي.

دوی وايي دا پنځونې به يې د ورځني ژوند بېلابېل اړخونو کې ژور بدلون راولي.

بې موټروانه ګاډي، داسې ګلدانۍ چې ځان په خپله اوبه کوي او د کورنيو ژويو د څار الې، د داسې توليداتو يوازې څو بېلګې دي چې د نړۍ برېښنايي توکو تر ټولو لوی شرکتونه یې بازار ته وړاندې کوي.