په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترهګر ولې فرانسه په نښه کوي؟

د چارلی هېبډو مجلې دفترونه له مخکې هم ښکاره موخه ګڼل کېده.

د مجلې چلوونکي ته په تېر کې د مرګ ګڼ شمېر ګواښونه شوي وو، او د پوليسو تر ساتنې لاندې یې ژوند کاوه.

اوس يې د ساتنې دې کچې په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

په دې راپور کې د بريد تر شا شونو لاملونو او په فرانسه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پراخ ځواب ته کتنه شوې ده.