په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل سوالګرې ښځې او ماشومان، سړي په کور ناست

په تېره لسيزه کې د نړيوالو مرستو له ورماتېدا او د رغونې له ګڼو پروګرامونو سره سره افغانستان لا اوس هم د نړۍ د بېوزلو هېوادونو په کتار کې دی.

پر کور دننه هم ډېر وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي، او ډېر يې د افغان پلازمېنې په ګډون په ځينو ښارونو کې په خپله جوړو کړو جونګړو کې اوسېږي، او کار نه شي موندلی.

ځينو يې سوالګرۍ ته مخه کړې ده. عبد الله نظامي د کابل سوالګرو حال راکوي.