په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسې کې د بریدګرو لټون

پاریس کې فرانسوي پوليس يوه ښارگوټي ته تللي چې د چارشنبې د ورځې بريد کوونکي ومومي، بريدگرو هلته يو سړی برمته کړی و.

نن په بله پرمختیا کې سلګونه پولیسو او ځانګړو ځواکونو د پاریس شمال لوېدیځ خوا ته، یو وړوکی ښار کلا بند کړی و.

رپوټونه وايي پولیسو دواړه بریدګر چې وروڼه هم دي وژلي دي.

بل پلو، بي بي سي پاریس کې هغه ځای ته تللې چې یو بریدکوونکی پکې اوسېده.

دې رپوټ کې د هغه شالید ته کتنه شوې ده