په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د 'داعش' د فعالیتونو په اړه اندېښنې

بي بي سي ته داسې ډاډمن شواهد ورکړل شوي چې ښيي د اسلامي دولت نومې ډله هڅه کوي افغانستان کې جنګیالي ومومي.

ځايي چارواکي وايي په سويلي ولايت هلمند کې د طالبانو یو پخوانی قومندان له دې ډلې سره یو ځای شوی دی.

په یوې بلې جلا پرمختیا کې، ځینو وسله والو افغانانو په پاکستان کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره ملاتړ اعلان کړی دی.