په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هالنډيان پر دې بريالي شوي چې پر مالګينه ځمکه کر وکړي

په هالنډ کې څېړونکو داسې کچالو کرلي چې د دوی په وینا د خوړو صنعت به بدل کړي.

په ډېرو هېوادونو کې، حکومتونه میلیونونه ډالر پر دې لګوي چې مالګینې ځمکې بې مالګې کړي چې کروندگر په کې کر کیله وکولی شي.

خو په هالند کې دا چاره ښيي چې پر مالګینې خاورې هم د کچالو کرل شوني دي.