په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جرمني چارواکو مسلمانانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

په فرانسه کې د شارلي اېبدو مجلې تازه ګڼې لپاره چې په پاریس کې یې پر دفتر د توندلارو له مرګوني برید یوه اوونۍ وروسته له چاپه ولتې، خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو.

د شارلي اېبدو نننۍ ګڼې په درې ميليونه کاپيو بې سابقې چاپ درلود، چې په عادي حالت کې به د اوونۍ ۶۰ زره چاپېدې. خو دې پرېکړې چې پر دوتنه يې د پيغمبر، صلی الله علیه وسلم، بل کارتون خپور کړي د اورپکو پر وېبپاڼو ګواښونه او د اسلامي نړۍ لروبر ډېرو نورو له لوري ګوتنیونې پارولې دي.

په همدې وخت کې په برلېن کې د تېرې شپې هغو مراسمو کې چې د تېرې اوونۍ د فرانسې د مړو شويو ياد يې کاوه، د جرمني ولسمشر په کې د دغه هېواد ۴ ميليونه مسلمانانو ته د اسلام ضد زياتېدونکو لاريونونو پر وړاندې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.